زموږ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانوهېوادوالو

السلام علیکم 

ډېر خوښ یو چې د افغان آنلاین زده کړې د وېبپاڼې پر ښکلي مخ خپلو ګرانو ځوانانو ته د آنلاین زده‌کړو او علمي تحقیقاتو د برابرولو زیری ورکوو. د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې په پنځمه نېټه د ګران هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو یو زیات شمیر استادان، څېړونکي او د پوهنې مینه‌وال؛ چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خواره واره دي؛ په پوره اخلاص او صداقت د افغان آنلاین زده کړې په ستر اکاډمیک مرکز کې سره یو ځای شول او خپل ځوان نسل ته یې د زده‌کړو په برخه کې د یوې نوې وړیا لارې د پرانیستلو اخلاقي ژمنه وکړه.

 لکه چې پوهېږو د اوسنۍ ټکنالوجۍ له برکته نړۍ په یو ګډ کلي بدله شوې ده او د وګړو ترمنځ واټن ډېر لنډ شوی دی. بناًء اوس ډېره اسانه ده چې په یوه منظم او منسجم پلاټفورم کې د اوسنۍ ټکنالوجۍ پر مټ؛ د پوهانو تر منځ خپلمنځي اړیکې  ټینګې شي، یو د بل سره خپلې علمي تجربې تبادله کړي او ټول په ګډه په هېواد کې د  زده‌کړو د پرمختګ، معیاريکېدو او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي. موږ باور لرو چې موږ به د خپلو زړه‌سواندو،  وطنپالو او خدمتګارو  پوهانو په مرسته د افغان آنلاینزده کړې له لارې د هېواد په هر کونج کې د لوړو زده‌کړو مینه‌والو ته د زده‌کړو زمينه او چانس برابر کړو او هرې افغانې کورنۍ ته به د پوهې او رڼایۍ یوه بله ډاډمنه او ريښتینې کړکۍ پرانیزو.

یوویشتمه پېړۍ د نویو پوهنیزو څانګو او پرمختګونو پېر دیپرمختللي ملتونه دعلم له برکته د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسېدلي دي او هغه ملتونه چې لا هم وروستهپاتې دي، د غوره زده‌کړو زمینه ورته برابره شوې نه ده

د پوهې دخاوندانو او د علم د ارزښت په اړه 

څښتن تعالی فرمایي:

قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَالزمر ۹

 ژباړه:  ووايه ای محمده، آیا هغه کسان چې پوهېږي او هغه کسان چې نه پوهېږي سره برابر دي؟

موږ کوښښ کوو د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو په رڼا کې او خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو ته په پام سره، په هېواد کې د معیاري باکیفیته لوړو زده کړو د سیستم د پیاوړتیا لپاره کاروکړو. هاند او هڅه کوو چې په زدهکړو کې د نویو کړنلارو د پراختیا او په علمي څېړنو کې د نویو میتودونو په وسیله نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړوزموږ په فکر د زده‌کړو فرصت او وخت ډېر مهم عناصر دي او باید له لاسه ورنکړل شي. نو په کار ده چې ځوانان د ځوانۍ په عمر کې زده‌کړو ته وخت ورکړي او ورته لاسرسی ولري.

یادونه کوو چې زموږ فعالیت به له رسمي ثبت او راجستر وروسته په قانوني او رسمي بڼه پیل کېږي او بیا به په دې هکله رسمي خبرتیا خپروو. له دې پرته زموږ د بنسټ په نوم هر ډول فعالیت منع دی او څوک حق نه لري چې له دې آدرسه، غیررسمي او غیرقانوني کړنه ترسره کړي.

په ډېر درنښت

د افغان آنلاین زده کړې رهبري